ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره وکتلد ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشر غني له پاکستاني پلاوي سره د کتني پر مهال د سولي عمل ګډ پلان د تطبیق په اړه بحث او خبري وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چي د دې سربیره دواړو غاړو د ترهګرو پر ضد د مبارزې، د تاوتریخوالو د کمولو په موخه د هلو ځلو په اړه او د افغانانو په مشرۍ د سولي د بهیر په اړه بحث او خبري وکړې.
پاکستاني چارواکي وایي، د پاکستان پوځ لوی درستیز د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کړی دی.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چي د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د څلورمي ناستي په ترڅ کي د شپږو کاري ګروپونو د کار د پیل په اړه موافقه سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون