د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي، چي رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جرم دئ.
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني سفیر پیري مایډون ویلي، چي د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅي به هغوی لا غښتلي کوي.
په کابل کي پرون مازیګر د خورشید ټلوېزیون د عملې پر موټر د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کي دوه تنه وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د دې پېښې په وژل سوو کي موټر چلوونکی او یو لاروی وژل سوی او په ټپیانو کي د خورشید ټلویزیون دوه کار کوونکي شامل دي.
کومي ډلي په کابل ښار کي د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د پرون مازیګر چاودني مسئولیت په غاړه نه دئ اخیستی.
خو له دې مخکي طالبانو افغان رسنیو ته ګواښ کړی وو، چي که د دوی په خبره له حکومتي تبلیغاتو او د دوی ضد خپرونو لاس وانخلي، بریدونه به پر وکړي.