ولسمشر غني د دې په بیانولو سره چي د سولي ډېره پېچلې پروسه په مخکي ده او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت سي وايي، په افغانستان کي د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو دئ او بشپړ تعهد لري.
له ارګ څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني په المان کي د مونیخ په امنیتي کنفرانس کي د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره ولیدل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کي چي د افغانستان له پاره د المان ځانګړي استازي هم حضور درلود، دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو، د سولي پر پروسې او د جنګ ختمولو له پاره د افغان حکومت پر تعهد بحث او خبري وکړې.
ولسمشر غني د فرصتونو او ګواښونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، د افغان دولت یواځینۍ اساسي موخه په هيواد کي د پایداره سولي د تامین له پاره د جنګ او تاوتریخوالي ختمول دي.
هغه په افغانستان کي د جنګ ختمولو له پاره د ملي او سیاسي اجماع پر موجودیت هم خبري وکړې او وې ویل، په افغانستان کي د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو دئ او بشپړ تعهد لري.