ولسمشر غني امنیتي سکټورونو ته ویلي چي امنیتي تدابیر دققیق او جدي کړي

افغان ولسمشر امنیتي سکټورونو ته سپارښتنه کړې چي په روانو حساسو شرایطو کي په کابل او ټول هيواد کي امنیتي تدابیر دقیق او جدي کړي.

نوموړي په ځانګړي ډول د کابل امنیت ډېر مهم بللی او غوښتنه یې کړې چي د امنیت په برخه کي باید د خلګو اندېښنې رفعه سي.

له ارګه په یوې اعلامیې کي راغلي چي محمد اشرف غني برايي ماښام د انتخاباتو د پروسې او د خپلواکۍ د سلمي کلیزي د مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه په یوې امنیتي غونډه کي دا خبره کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چي پرون په کابل کي یو خونړی برید وسو.

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا پېښه په کلکه غندلې ده.

خلیلزاد د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چي د ملکي خلکو وژنه او له توپیر پرته بریدونه د منلو نه دي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم لیکلي، په داسي حال کي چي د افغانستان د جګړې د ختمېدو هڅي رواني دي، باید د شخړو پر راکمولو تمرکز وي.

د کابل د پروني برید مسئولیت طالبانو اخیستی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...