د افغانستان ولسمشر د (سام) په درېيمه ناسته کي د امنيتي وړتياوو د يادوني ترڅنګ له فساد سره پر جدي مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل، چي د امنيت تامين، پر نړيوالو معيارونو ټاکنو ترسره کولو او د هېواد پرځان بسيايني لپاره جدي هڅه کوي.
ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چي افغان حکومت له سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره په ښه ډول مبارزه کړې، خو لا هم په بېلابېلو برخو لکه له نشه يي توکو سره مبارزه کي ستونزې شته او حکومت له دې ننګونو سره مبارزې ته ژمن دى.
هغه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر لا مسلکي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، چي د نړيوالي ټولني مرستي به په افغانستان کي په روڼتيا سره ولګول شي. هغه وويل، چی په تېرو درې کلونو کي افغانستان په اقتصادي، امنيتي او سياسي برخو کي له ګڼو ننګونو سره مخ و، خو افغان حکومت وکولاى شول، چي له دغو ننګونو سره په ښه ډول مبارزه وکړي او ګڼي ستونزي را کمي کړي.
هغه زياتوي، کله چي طالبان او همکاران يې دې موخي ته ونه رسېدل، د افغانستان د خلکو پر وړاندې يې خونړي بريدونه زيات کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د ګڼو افغانانو ويني وبهولې. ولسمشر وويل، چي په افغانستان کي د کانونو، کرني، انرژۍ توليد او نورو برخو کي هم پر ظرفيت پانګونه شوې ده.