ملي دفاع وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څرګندوني رد کړې او وايي، اوس ټولي نړۍ منلې ده، چي پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هيواد دى.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د افغانستان په اړه له حقيقت لېري څرګندوني کړي دي او د نړيوالي ټولني د ذهنونونو د تحريف لپاره يې ويلي دي، چي د افغانستان د جګړې يو دوام هم پر وسله والو مخالفينو د افغانستان د اردو د وسلو پلورل دي.
هغه زياته کړه، د پاکستان ياد چارواکي هڅه کړې ده، چي په افغانستان کي د پاکستان د دوه ګونو او لاسوهني سياستونو د پټولو لپاره دروغ دليلونه، هغه چي د افغانستان د ملي اردو اتلانو په اړه له حقيقته لېري دي او دغه ځواک چي د پاکستان د استخباراتي کړيو د سترګو اغزى دى؛ وړاندي کړي دي.
جنرال وزيري وويل، اوس ټولي نړۍ منلې ده، چي د پاکستان دولت د ترهګرۍ ملاتړى دى او ګاونډيو هېوادونو ته د ترهګرو د لېږد، روزني، سمبال او تجهيز په برخه کي رول لري او ټولو هغو ترهګرو او انسان وژونکو ته يې په خپل هېواد کي امن ځايونه برابر کړي دي، چي په افغانستان کي انسانان وژني.