وزيري: تر ګواښ لاندي سيمو لپاره منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي

دفاع وزارت وايي، هغه سيمي چي د طالبانو له حضوره پاکيږي او يا هم تر ګواښ لاندي دي، د دايمي امنيت او ساتني لپاره يې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيوته وويل، تر راتلونکو دوو مياشتو پوري به سرحدي او د عامه نظم پوليس له دفاع وزارت سره يوځای کيږي او دغو پوليسو ته به د ښې روزني ترڅنګ، ښه تجهيزات هم ورکول کيږي.

دا په داسي حال کي ده، چي پر دفاع وزارت، د ولسي جرګې، امنيتي کارپوهانو او عامو خلکو له خوا تل دا انتقادونه کيږي، چي له مخالفينو د سيمو له پاکولو او نيولو وروسته، دغه سيمي په دوامداره توګه په خپل واک کي نه شي ساتلای. ددفاع وزارت د معلوماتو له مخي، اوسمهال د افغانستان له ۳۰ تر۴۰ پوري ولسوالۍ له لوړو ګواښونو او له ۲۰ تر ۳۰ پوري ولسوالۍ له متوسطو ګواښونو سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...