د واکسین ناسیون ادارې مشر ډاکټر عصمت الله همت وايي ، د ۲۰۱۸ کال کي د ټول هیواد په کچه د پولیو شل پیښي ثبت سوي دي ، چي نهه يې په کندهار او درې يې هلمند کي دي.
دی وايي، که غواړو چي ماشومان مو د پولیو له ناوړه ناروغۍ څخه خوندي سي ، نو په کار ده ، چي د واکسین له کمپاینونو سره مرسته وکړو او په سیمه او ټولنه کي هیڅ ماشوم بې واکسین پاته نه سي.
د هلمند په ګڼو ولسوالیو کي د امنیتي ستونزو او خلکو نه همکارۍ له امله واکسین نه ترسره کیږي ، چي له امله يې سږ کال درې نوري پیښي په دې ولایت کي ثبت سوي دي.