راپور: جواد داوري
دغه میرمني وايي، د خپلو کورنیو غړي يې په جګړه کي له لاسه ورکړي دي د سرپرستۍ څوک نه لري له حکومت څخه د لاسي صنعت په برخه کي همکاري غواړي.
بل خوا د ښځو چارو رئیسه دغه ستونزي مني خو د امکاناتو د نشتوالي له امله نسي کولاي د ښځو لاس نیوي یې وکړي.
په هلمند کي د روانو جګړو، چاودونو او هوايي ړندو بمباریو له امله هره ورځ د جګړې د دواړو غاړو تر څنک ملکي وګړي قرباني ورکوي.
تر ډیره په دغه ډول پیښو کي نارینه او د کورنیو مشران وژل سوي او یا هم معلول سوي دي خو وروسته په کورنۍ کي پاته کسان بیا بله اقتصادي سرچینه نه لري یوازي د کورنیو میرمني هڅه کوي د خپلي کورنۍ سرپرستي په غاړه واخلي.
د جګړو قربانیانۍ میرمني له حکومت څخه غواړي چي کاري زمینه ورته برابره کړي تر څو وکولای سي خپلو ماشومانو باندی زده کړه وکړي او له فقر څخه يي را ژغورلي وي.
د هلمند د ښځو چارو رئیسه وجیهه رسولي که څه هم د ښځو وزارت او حکومت له لوري د ښځو سره د همکاري ژمنه کوي خو په لاس کې هیڅ داسي طرحه نه لري چي د ښځو د ژوند د ښه کیدو زیري پکښي وي.
اغلې رسولي وايي د مرستندویه موسیساتو سره خبري کړي دي تر څو بې سرپرسته ښځو ته د لاسي صنعت په برخه کي یو مرکز ورجوړ کړي.
په هلمند کي د ښځو وضعیت په داسی حال کي د اندیښني وړ دي چي د امریکا سفارت له لوري د ښځو ظرفیت لوړیدو په برخه کي شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پروموټ په نوم یو پروژه پیل کړې ده خو تراوسه يې هلمند کي د ښځو د وضعیت د ښه کیدو په برخه کي هیڅ د پام وړ کار نه دي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون