خبريال: جواد (داوري)
د هلمند سيمه ييزو چارواکو د يوې خبري ناستي پرمهال هغه راپورونه رد کړل، چي د وسله والو طالبانو مشر ملاهيبت الله هلمند کي ځای پرځای سوی دی.
د هلمند سرپرست والي وايي، د هلمند پر ټوله استخباراتي اوضاع حاکم دی او تراوسه يې هيڅ داسي راپور نه دی ترلاسه کړی، چي نوموړي هلمند ته تللی دی.
له څو ورځو راهيسي په رسنيو کي ځيني داسي راپورونه خپريږي، چي د وسله والو طالبانو مشر ملاهيبت الله د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی دی او هلته يې خپل جنګيالي د داعش له جنګياليو څخه له جګړې ګرځولي دي.
د هلمند ولايت سرپرست سردارمحمد همدرد وايي، تراوسه يې هيڅ استخباراتي او کشفي ارګان داسي راپور نه دی ترلاسه کړی، چي ملا هيبت الله دي د هلمند په يوه ساحه کي ځای پرځای سوی وي.
دغه راز د هلمند ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل وايي، په هلمند کي د وسله والو طالبانو د يوې کوچنۍ ډلګۍ مشر د هيبت الله په نوم په موسی کلا ولسوالۍ کي له پخوا څخه فعاليت لري، ځيني چارواکو ته داسي راپورونه رسېدلي دي، چي ګواکي د وسله والو طالبانو مشر ملا هيبت الله هلمند ته تللی دی.
پر همدې مهال د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافی زياتوي، د هلمند د ټولو سيمو له اوسېدونکو سره نژدې اړيکي لري تراوسه د سيمي اوسېدونکو او عامو خلکو په دې اړه دوی ته مالومات نه دي ورکړي.
دی زياتوي، که چيري د وسله والو طالبانو مشر ملاهيبت الله هلمند ته ولاړ هم سي، نو د امنيتي ځواکونو له لوري به ونيول سي. داسي ويل کيږي، چي تيره اوونۍ وسله والو په هلمند کي مخابراتي شبکې ځکه بندي کړي وې، چي ملا هيبت الله د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی وو، خو امنيتي چارواکي دغه ادعاوي ردوي.