د هلمند اوسېدونکي په دې ولايت کي د بيا رغوني کارونه ټکني بولي او له دولت څخه د پرمختايي کارونو غوښتنه کوي.
که څه هم محلي اداره وايي، د خلکو د ستونزو پر بنسټ ځيني پروژې پلي سوي، خو ځيني نوري يې په پلان کي شاملي کړي دي.
د ځايي خلکو په خبره هلمند په تيرو دوو کلونو کي جنګ سخت ځپلی دی او بيارغوني ته اړتيا لري، خو چارواکي وايي، د امکان تر حده يې په دې برخه کي هڅه کړې ده، ترڅو د مرکزي حکومت پام ځان ته را واړوي.
د هلمند ولايتي اداره وايي، د خلکو غوښتني پرځای دي او دوی يې د هوارولو په موخه مرکزي حکومت په جريان کي اچولی دی.