هغه کس په دوه نیم کلونو بند محکوم سو چي د ملي اردو له سرتیرو يې مهمات رانیول

راپور: جواد داوري

دغه علني محکمه ددوه سوه پنځلسم میوند قول اردو دغونډو په تالارکي نیول سوي وه .

هغه کس چي د مهماتو په رانیولو تورن دی وايي، د ګرشک ولسوالۍ ځیني اوسیدونکو سره د ملی اردو سرتیرو له ډیر پخوا د مهماتو د پیر او پلور کار کاوه خودی ځان بې ګناه بولي.

خو د ملي اردو هغه سرتیري چي نوموړی کس يې د مهماتو په مقابل کي د پیسو د ترلاسه کولو پرمهال نیولي دی وايي، یوه ډله د ملي اردو سرتیري د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان او نورو سیمو کي پر عامو خلکو نظامي وسایل پلوري او په مقابل کي یې پیسی ترلاسه کوي چي د مخنیوي دپاره يې د ملي اردو استخباراتو جدي هلی ځلي پیل کړي ترڅو ددي چاري مخه ونیسی.

دموظف څارنوال مدافع وکیل تورن کس او عیني شاهدانو ترڅرګندونو وروسته ددوه سوه پنځلسم میوند قول اردو ابتدایه محکمي خپله پریکړه  محمد اسرایل دمرمیو او سلاوو دخرید او فروش په جرم له حاجي نوراحمد سره شریک او ددوه کاله او شپږ میاشتي بند سزايې ورته واورول.

ددوه سوه پنځلسم میوند قول اردو دابتدایه محکمي ریٔس ډګرمند دولت محمد وويل، چي دمرمیو او سلاح  هټیوال حاجی نوراحمد هم تر تعقیب لاندي دی چي ډير ژر به ونیول سي او عدليي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل سي.

تردې څو ورځی وړاندي دهلمند داستیناف محکمي هم دیوي علني غونډي پرمهال دریو تنو ته دوسلوالو دغلاو په تور دلس کاله بند سزا ورکړي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...