راپور: غلام فاروق رسولي
د دي ولایت یوشمیر اوسیدونکي وايي، په دي وروستیو کي د روږدو کسانو له لوري غلاوي ډیري سوي اوخلک يې له ستونزو سره مخ کړي.
په ورته وخت کي د هرات سیمه يېزه اداره وايي، هڅه کوي چي دغه روږدي د ښارله بیلابیلو برخو راټول او په یوه ځانګړي ځای کي ځای پرځای کړي.
د هرات ښار په تفریحي ځایونو، لویو لارو او عمومي واټونو کي پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمیر زیات سوی او د ښار ټولنیزحالت يې ګډوډ کړی.
ښاریان شکایت کوي چي دغه روږدي ډیری مهال د دوي مالونه او توکي غلا کوي.
دوي له دولته غواړي چي روږدي له عمومي ځایونو راټول او د درملني غم يې وخوري.
بیکاري، ګاونډیو هیوادوته د ځوانانو تګ، په رواني ناروغیو اخته کیده په نشه يې توکو د روږدي کیدو اصلي لامل بلل کیږي.
د هرات د ولایتی شورا استازي له کورنیو غواړي چي د خپلو ځوانانو د روزني په برخه کي جدي واوسي.
د بلي خوا سیمه يیز مسؤولین وايي، هڅه کوي چي په هرات کي د نشه يې توکو روږدو کسانو راټولولو او درملني لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
که څه هم په هرات کي په نشه يې توکو د روږدو کسانو کره شمېر نده معلومه خو د نشه يې توکو پرضد د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخي ترشپېته زره ډیر کسان په دي په نشه يې توکو روږد دي چي ښځي اوماشومان هم په کښی شامل دي.