خبريال: محمد يار (مجروح)
په کندهار کي د سرې مياشتي مسوولين وايي، هر کال د يوې ځانګړي اوونۍ په ترڅ کي ميليونونه افغانۍ راټولوي او په يادو پيسو ټولګټي پروژې رغوي.
سرې مياشتي په کندهار کي ځانګړې اونۍ راپيل کړه، چي د مسوولينو به خبره سږ کال دې ته هيله من دي، چي د بېوزلو کسانو سره د مرستي لپاره به ډېري پيسې راټولي کړي. بل خوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سرې مياشتي د اوونۍ په اړه په يوه پيغام کي د يادي ټولني خدمتونه ستايلي او د لا همکاري ډاډ يې ورکړی دی.
جمعيت هلال احمر افغاني يا سره مياشت د هغه خلکو ځای دی، چي د ناوړه پېښو قرباني سوي دي. د سرې مياشتي ټولنه په ټوله نړۍ کي د جنګ ځپلو، سېلاب ځپلو، بېځايه سوو، صحت او د ډول ډول بشري ناورينونو په برخه کي د خلکو لاسنيوی کوي.
ياده ټولنه له ۱۳۳۱ کال راهيسي په افغانستان کي د ميزان مياشتي اخيرنۍ اوونۍ د يوې خاصي اوونۍ په نوم نوموي، چي د همدې ځانګړي اوونۍ لمانځلو له لاري د اعانې ټکيټونه پلوري، او د ټول افغانستان د ادارو له اداري کارکوونکو څخه د يوې ورځي معاش ټولوي. د سرې مياشتي ټولنه راټولي سوي پيسې بيا د هيواد په بېلابېلو سيمو کي اړمنو کسانو ته د مرستي په توګه ور رسوي.
د جنوب غرب زون د سرې مياشتي ټولني مسؤل احمد جاويد نېکزاد وايي، تېر کال يې شاوخوا ۶ ميليونه افغانۍ راټولي کړي دي، چي په خبره يې د ښار په يوه ښوونځۍ کي يې د فوټبال لوبغالی جوړ کړی او په يو شمېر ولسواليو کي يې د پاکو اوبو برمې کيندلي دي. دی له ټولو ملي سوداګرو څخه غواړي، چي د سرې مياشتي ټولني سره خپله همکاري جاري وساتي او په هيواد کي د بېوزلو خلکو لاسنيوی وکړي.
د کندهار ولايت په مالي او اداري برخه کي د والي مرستيال عبدالحنان منيب د ولسمشر په پيغام کي د سرې مياشتي وروستي فعاليتونه وستايل او له ټولو افغانانو يې غوښته وکړه، چي له يادي ټولني سره دي مرسته وکړي.
د افغاني سرې مياشتي نښان، سره مياشت ده، چي پر سپينه ځمکه پرته ده. دا نښان د جګړو او طبيعي پيښو د قربانيانو او د ټولني نورو اړمنو او بېوزله وګړو ته د مرستي او همدردۍ سمبول دی.
سره مياشت نه يوازي په افغانستان کي د راستنېدونکو کسانو لاسنيوی کوي، بلکي په جګړو کي د وژل سوو کسانو جسدونه د هغوی تر کورونو رسوي او د صحت په برخه کي يې تر دا مهاله د لسګونو زرو هغو ماشومان تداوي کړې، چي په زړه سوري وي.