د ننګرهار ولایت مقام د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وايي، چي پېښه نن سهار شاخوا شپږ بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره رامنځته سوې ده او په دغه پیښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپيان هم سوي دي او له امله یې ۳۰ څخه زیات دوکانونه اور اخیستی دی.
نوموړی زیاته کړه، چي اور په ټانکر پسې د نښلول سوي مقناطيسي ماين د چاودني له امله رامنځته سوی دی.
تر اوسه د پیښي مسئولیت کوم چا یا ډلي په غاړه نه دی اخیستی.
د تیلو په ټانکرکي چاودنه په داسي حال کي رامنځته کیږي چي د ننګرهار ولایت په ځېنو نا امنو ولسوالی کې د دولت ضد وسله والو او ترهګرو ډلو پر خلاف عملیات دوام لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون