ننګرهار والي: په ننګرهار کي د ملي امنیت (۰۲) قطعې څلور ملکي وګړي وژلي دي

د ننګرهار ولايت مقام وايي چي د ملي امنیت ٠٢ قطعي په جلال اباد ښار کي څلور ملکي وګړي چي ټول وروڼه وو، په شپني عملياتو کي وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چي دغه عمليات برايي د جلال اباد ښار د څلورمي ناحيي په مربوطاتو کي سوي دي.

هغه زياته کړه چي په عملياتو کي څلور ملکي وګړي چي سره وروڼه وه، وژل سوي دي.

د نوموړي په وينا، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي، چي د دې پيښي د څېړلو له پاره يو لوړپوړى پلاوى ور ولېږي.

خوګياڼي وويل چي والي د ملي امنيت له عمومي رئيس سره هم پر دې موضوع ږغېدلى او د جدي پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

بلخوا د ملي امنيت د ٠٢ قطعې له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي برايي ماخستن يې په جلال اباد ښار کي عمليات کړي او د داعش ډلي د مالي مسئول قاري جهانزېب په ګډون يې څلور کسان وژلي دي.

سرچينې زياته کړې، په يادو عملیاتو کي د داعش تنظیم له وژل سوو غړو څخه درې کلاشینکوفونه، دوې توپنچې، دوه لاسي بمونه، یوه پرتله او اته شاجورونه نیول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...