خبريال: مېلاد (حميدي)
د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي د قومي تړون له مخي ددې ولسوالۍ کلک امنيت ساتلی، خو ددوی په وينا حکومت دې ولسوالۍ ته تراوسه هيڅ ډول توجه نه ده کړې.
د يادي ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيا، معارف، زراعت او نورو برخو کي له مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، بل خوا ته بيا تازه د ياد ولايت لوړپوري چارواکي دې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کي د يو شمېر پروژو د افتتاح او د نورو پروژو ژمنه وکړه.
ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي پر خپل مټ يې ددې ولسوالۍ کلک امنيت ساتلی دی، خو حکومت ورته تراوسه هيڅ ډول توجه نه ده کړې، دوی دلته له روغتيا، معارف، زراعت او نورو مشکلات سره مخ دي.
خو ددې ولسوالۍ د ماشومانو هيلي لا ژوندۍ دي، لعل اکبر په يوه روښانه راتلونکي پسي هر ورځ پر دې بيديايو روان وي، لعل اکبر وايي، له کوره تر مکتبه نيم ساعت لوړي ژوري شاته پريږدي، ترڅو خپل مکتب ته ورسيږي، خو د مکتب ستونزي يې شا کله پريږدي.
ګلاب منګل ښايي ددې ولايت لومړی واکپال وي، چي يادي ولسوالۍ ته له نورو امنيتي چارواکو سره ګډ سفر کوي، خو سفر يې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته له زيرو ډک وو، والي ګلاب منګل په خپل لومړي سفر کي دې ولسوالۍ ته د ۷ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت د ۶ ښوونځيو، د ۱۷ ميليونو افغانيو په لګښت ۶ د اوبو رسوني پروژې او د روغتيا په برخه کي هم د پروژو افتتاح وکړه.