نا پيژانده وسله والو په کندهار کي د کابل نیوز تلویزیون خبریال عبدالمنان ارغند په یوه غلچکي برید کي ووژی

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د پيښي په اړه پلټني رواني خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیول سوي.

د ارغند د کورنۍ غړي وايي، چي هغه له چا سره کومه شخصي لانجه نه لرل خو هغه ته له خپلو فعالیتونو څخه له تیري څه مودې راهیسي ګواښونه کېدل.

په کندهار کي د کابل نیوز تلویزیون خبریال عبدالمنان ارغند نن سهار له خپل کور څخه دفتر ته پر لار وو چي تر برید لاندي راغلی.

هغه د کندهار ښار په نهه ناحیه یا لویه ویاله سیمه کي د دوهم یارانه مارکېټ سره د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په نښه سو.

د عبدالمنان ارغند مشر ورور عبدالحنان وايي، ورور ته يې له تیري څه مودې راهیسي امنیتي ګواښونه پېښ وه خو هغه له چا سره کومه شخصي ستونزه نه درلوده.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چي د پېښي په اړه جدي پلټنې پيل سوي.

د کندهار د پوليسو مرستیال ویاند مطیع الله هلال وايي، چې پولیس به د دې پیښې د عاملینو د نیولو لپاره هر اړخیزي هڅي وکړې.

د کندهار خبریالان دعبدالمنان ارغند د وژنې پېښي سخت خواشيني کړي او وايي، چي دولت د خبریالانو ژوند ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

په کندهار کې د خبریالانو ټولنو د حکومت او وسله والو مخالفینو د ټولو خبرونو د تحریم اعلان وکړ او وايي، چي د پېښي د بشپړ تحقیقاتو تر وخته به د حکومت او وسله والو طالبانو خبرونه نه نشروي.

عبدالمنان ارغندا له تیرو ۱۰ کالو راهیسي په جنوبي حوزه کي له بیلا بیلو رسنیو سره کار کړی او په وروستیو کي يې له کندهار څخه د کابل نیوز په نوم د یوه خصوصي تلویزیون لپاره کار کاوه.

تر اوسه چا د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی، خو د کندهار امنیتي مسولینو درې میاشتي وړاندې عبدالمنان ارغند ته د امنیتي ګواښونو په اړه خبر ورکړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...