نامعلومو وسله والو د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو ‌‌‌‌‌‌ډزي کړي يو يې وژلی بل ټپی دی

میلاد حمیدي

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کي تېره شپه نږدې اووه بجي د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو نا څرګندو کسانو د بې ږغه وسلي ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي،چي له امله یې د یادې ښاروالۍ د جوازونو مدیر سیدالرحمن وژل سوی او د شیرزاده په نوم د املاکو مدیر ټپي سوی دی.

د تورخم ښاروالۍ ياد مديران په تورخم ښارګوټي کي د شپې د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ تر خوړلو وروسته خپل هستوګنځای ته روان وه چي د غلچکي بريد لاندي راغلي دي، چي ټپي سوی مدیر اوس مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وايي چي د پېښي په تړاو پوليسو خپلي څيړني پيل کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...