ملګري ملتونه: افغانستان کي د ماشومانو د مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده

د ملګرو ملتونو يو تازه راپور وايي، تېر کال په نړۍ کي تر اتو زرو زيات ماشومان په وسله والو شخړو کي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په راپور کي افغانستان هغه هېواد ياد شوی، چي جګړو پکي تر بل هر ځای زيات ماشومان وژلي دي. د ناټو عمومي سرمنشي په يوه بيان کي د ماشومانو د تلفاتو دا شمېر د نه منلو وړ بللی دی. ملګرو ملتونو په يوې اعلاميې کي ويلي دي، د شخړو او ماشومانو تر سرليک لاندي کلنی راپور يې د اکټوبر په پنځمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندي کړی دی.

د دې راپور موندني ښيي، افغانستان چي د ۲۰۰۹ مېلادي کال راهېسي پکي ملګرو ملتونو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي ثبتول پيل کړي دي، په شخړو کي د ماشومانو مرګ ژوبله پکي تر بل هر هېواد زياته ده.

په راپور کي ويل شوي دي، چي په ۲۰۱۶ مېلادي کال کي په افغانستان کي درې زره پنځه سوه دولس ماشومان وژل شوي او ټپيان شوي دي. په سوريه کي دا شمېر ۱۲۹۹ او په يمن کي ۱۳۴۰ وو.

په راپور کي همدارنګه موندل شوې، چي سلګونه ماشومان د شخړو په سيمو کي د جنسي زور زياتي، پر ښوونځيو بريدونو کي د هدف ګرځولو او د پوځ په ليکو د سرتېرو په توګه د ګمارلو قرباني شوي هم دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...