د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر وايي، په يوه مياشت کي د افغانستان د ۵ ولسواليو تر ۵۱ زره زيات اوسېدونکي د جګړو له لاسه بې ځايه سوي دي.
د ملګرو ملتونو دغي ادارې په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کي ۲۱ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دي. ورپسې زيات کسان د بادغيس له بالامرغاب څخه بېځايه شوي دي، چي شمېر يې ۱۴ زرو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو له ارقامو سره سم د پکتيکا له ګومل، د پکتيا له جانيخېلو او د غور له تيورې ولسواليو څخه هم ډېر کسان مهاجر شوي دي. اکثره بېځايه شوو کسانو نږدې ولسواليو يا د ولايتونو مرکزونو ته پناه وړې ده.