ملي دفاع وزارت: د پوځي عملياتو پرمهال ۶۵ مخالفين وژل سوي دي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي د پوځي عملياتو په نتيجه کي ٦٥ دولت ضد وسله وال وژل سوي دي.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي، چي دغه چاڼيز او خاص پوځي عمليات په ١٣ ولايتونو کي ترسره سوي دي، چي په نتيجه کي يې ٤٦ تنه نور وسله وال ټپيان سوي او ٧ تنه نور نيول سوي دي. دفاع وزارت وايي، په وژل سوو کي د وسله والو طالبانو او داعش ډلي غړي شامل دي. د دولت کومې وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...