ملي امنيت: په خاصو عملياتو کي لسګونه داعش وسله وال وژل سوي دي

د هيواد  د ملي امنيت عمومي رياست په خپله نوې خپره سوي خبرپانه کي په تيرو ۴۸ ساعتونو کي په بيلابيلو عملياتو کي د لسګونو وسله والو او داعش جنګياليو د وژلو او نيولو ادعا کړې ده.

له ملي امنيت عمومي رياست څخه هيواد ټلويزيون ته په را استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو ۴۸ ساعتونو کي ۱۱۸ وسله وال طالبان او ۳۸ داعش جنګيالي وژل سوي او ۴۸ ټپيان دي. د خبرپاڼي په حواله په يادو خاصو عملياتو کي ۱۵ وسله وال ژوندي نيول سوي.

خبرپاڼه ليکي چي دا عمليات د هيواد په مختلفو ولايتونو کي ترسره سوي. د خبرپاڼي په خبره په دغه عملياتو کي لسګونه ميله سپکي او درنې وسلې او دغه راز سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول سوي دي. ددغه عملياتو په اړه وسله والو او داعش تر اوسه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...