مشرانو جرګه: حکومت بايد هلمند کي پر افغان پوځيانو د بمبار پېښه دقيقه وڅېړي

د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، چي په هلمند کي پر افغان پوځيانو د بمبار پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، ددې جرګې په عمومي غونډه کي وويل، په کومه سيمه کي چي حکومت کنټرول لري، داسي پېښي د زغم وړ نه دي. ښاغلی ايزديار وايي، زه هيله لرم، چي دا پېښه به په سم ډول وڅېړل شي.

مشرانو جرګې وويل، هغو کسانو، چي بې غوري کړې ده او افغان پوځيان يې په نښه کړي، بايد محاکمه شي. افغان چارواکو تائيد کړې ده، چي پر افغان پوځيانو د هوايي ځواکونو يوې الوتکي بمبار کړی دی، خو ويلي يې دي، چي ددې پېښي پوره څېړني به کوي. ۱۰ افغان پوځيان د تېري يکشنبې په مازيګر د هلمند په ګرشک کي په دې پېښه کي ووژل سول او څلور نور ټپيان سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...