مشرانو جرګه: حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي کړي

د مشرانو جرګې غړو په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو په اړ اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي، چي حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي پرېږدي.

د برېتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼي په دې وروستيو کي راپور ورکړى دی، چي په نيويارک کي د ولسمشر اشرف غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ليدو پر مهال د امريکا ولسمشر له اشرف غني څخه غوښتي دي، ترڅو د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو د دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي؛ خو  ولسمشرۍ ماڼۍ بيا دغه خبر نه دى تاييد کړى. د مشرانو جرګې غړي يادي موضوع ته په اشارې سره وايي، چي په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر تړل د جګړې د دوام معنا لري.

د دوی په خبره، امريکا او يو شمېر نور هېوادونه دي پر پاکستان فشار راوړي، څو د طالبانو رسمي استازي خبرو اترو ته چمتو کړي او د قطر دفتر د اړيکو لپاره تر ټولو غوره مرجع ده. دوی وايي، چي له طالبانو سره د جګړې دوام د حل لاره نه ده او په دوحه کي د طالبانو دفتر له يادي ډلي سره د جګړې پاى ته رسولو لپاره اغېزناکه لاره ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...