خبريال: سيد حميد (هاشمي)
افکو کمپنۍ غواړي د پخوانۍ افغانستان د تاريخي ځايونو په څېر ودانۍ او منارونه په عينو مېنه کي جوړ کړي.
ددغه کمپنۍ مشر وايي، د نړۍ د هر هيواد د ښکلو ودانيو ډيزاين يې کندهار ته راوړی او دلته يې همرنګه ودانۍ جوړي کړي دي. د افکو کمپنۍ مشر او ملي سوداګر محمود کرزی وايي، په رغنيزه برخه کي غواړي د خپل هيواد پخواني يادونه بيرته را ژوندي کړي.
هغه وايي، په افغانستان کي ۶۰ کاله وړاندي د خټينو ودانيو ښکلا ځان ته رنګ درلودی، خو ده تکل کړی دی، چي د پخوانيو ودانيو په څېر په عصري شکل په عينو مېنه کي دا ډول ځايونه جوړ کړي. هغه د عينو ميني د ځينو ودانيو شکلونه د پخواني افغانستان د ودانيو نمونې يادي کړي.
محمود کرزی وايي، هڅه يې کړې ده، چي د نورو هيوادونو د ښکلو ودانيو او منارونو په څېر په کندهار کي هم رغنيزي پروژې ولري. نوموړی وايي، د کندهار د خلکو او ښار د ښکلا برابرول يې يوازنۍ هيله ده او زياتوي، چي د عينو مېني ښارکوټي په جوړولو سره خلکو عصري ژوند پيل کړی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکي عينو ښارګوټی د هيواد يو له ښو او پرمختللو پروژو څخه يادوي. دوی وايي، که په هيواد کي ورته پروژې پلي سي، نه يوازي به خلکو ته کاري فرصتونه برابر سوي وي، بلکي د هيواد رغنيزه برخه به يې هم غني کړې وي.
د ژوند لمړنيو اسانتياوو ته لاسرسی او ورته نور خدمات هغه څه دي، چي دې رغنيز بنسټ تر هر کور پوري رسولي دي. دغه رغينز بنسټ وايي، هڅه کوي د خلکو ژوند په عصري پوښښ سمبال کړي او لازمي اسانتياوي ورته برابر کړي.