مايک: امريکا به د افغان سولي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي

د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر وايي، متحد ايالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، چي وسله‎وال طالبان د سولي خبرو ته کښېنوي، خو له هغه مخکي پاکستان بايد ددې ډلي وسله‎والو ته په خپل قلمرو کي ځای ورنه‎کړي.

د  CIAمشر مايک پامپيو Mike Pompeo  په واشنګټن کي د ډيموکراسۍ د دفاع په نوم تحقيقاتي مرکز کي د وينا پر مهال وويل، د سولي خبري به تر هغه وخته نتيجه ورنه‎کړي، چي طالبان د جګړې په ډګر کي د بريا په تمه وي او د قبايلي سيمو له لاري پاکستان ته تګ-راتګ کوي او هلته پټنځايونه ولري.

پامپيو زياته کړه، چي امريکا بايد د پاکستان د اوسني چلند او په دې اړه چي بايد څه ډول سلوک غوره کړي، د امريکا د تمي په اړه له اسلام اباد سره جدي خبري وکړي. د  CIAمشر زياته کړه، چي ددې کار لپاره په پاکستان کي د افراطي ډلو پټنځايونه بايد نه‎وي. امريکايي چارواکي له ډېري مودې راهيسي پر پاکستان انتقادونه کوي، چي افغان طالبانو، په تېره حقاني شبکې ته يې ځای ورکړی، خو پاکستان په پرله‎پسې ډول دا تورونه رد کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...