د افغانستان د لویي څارنوالۍ چارواکي وايي، ډېر ژر به د هغو کسانو پر دوسیو څېړني پيل سي، چي د انتخاباتو کمېسیون ډیجیټل مرکز د قلف ماتولو په تړاو دوی ته معرفی سوي دي.
د لویي څارنوالۍ ویاند وايي، دا موضوع په جدي ډول څېړل کیږي، خو لومړی باید د ټاکنو کمېسیون دوی ته ډاډ ورکړي، چي دغه کسان د قانون پر اساس له دندو ليري سوي دي.
رسولي و ویل، څارنوالۍ د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي چي تورن کسان له دندو ليري کړي.
د مېزان پر ۲۸مه د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټل سنټر مهرولاک ماتېدو د کاندیدانو نیوکي او اندېښني را وپارولې او دوې ورځي یې د دغه کمېسیون کارونه وځنډول.
د ټاکنو کمېسیون چارواکو د عقرب پر څلورمه په همدې تور د دغه کمېسیون د دارالانشاء امنیتي سلاکار حمید احمدزی، د کمېسیون د غیر نظامي ساتونکو مسئول لطفالرحمان او د پولیسو مامور سید اصغر لویي څارنوالۍ ته معرفي کړل.
د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي وه، چي د ودانۍ امنیت ساتونکي پولیس د سړې هوا له امله دهلېز ته ننوتلي وه.