ژباړه: حمیدالله حمیدي
ژوند د فلم سناریو ته ورته دی چې موږ يې خپله ليکو او يوازې موږ پکې د اتلانو رول لوبوو. همدا خبره ده چې موږ بايد د خپلو ټولو فکرونو، کړنو او احساساتو مسووليت پر غاړه واخلو. په خواشينۍ سره موږ دې ته ترجېح ورکوو چې د ژوند په فلم کې د نورو پر ځای ولوبېږو، د خلکو پر نيمګړتياوو نيوکې وکړو، چې دا ټکی بيا زموږ د وروسته پاتې والي سبب کېږي. دغه راز کله چې تېروتنې کوو، نو هڅه کوو چې نور پړه وګڼو او و يې رټو؛ ځکه چې د ځان تر رټلو د نورو رټل اسانه دي.
هېڅوک دا نه مني چې نيمګړتياوې لري، هېڅوک د خپلې تېروتنې مسووليت هم پر خپله غاړه نه اخلي؛ ځکه دوی په هره تېروتنه کې بهرني عوامل لکه چاپېريال، ټولنه او نور پړه بولي. دا چاره بالاخره د انسانانو د لټۍ سبب کېږي او موخو ته د رسېدو لار له خنډونو ډکوي. پوهان وايي، که يو ځای ته رسېدل غواړی نو له ځانه مرسته وغواړئ. مطلب دا چې که د نورو په تمه پاتې کېږی، موخې به مو له ژوند سره يو ځای پر مخ روانې وي او تاسو به پر خپل ځای ولاړ وی. اوس که موږ د خپلو هیلو پوره کول له نورو غواړو او یا د خپلو ماتو پړه پر نورو اچوو دا بیا د طبيعت خلاف عمل دی، دا د ژوند تر ټولو ستر راز دی چې ډېری خلک ترې ناخبره دي.