له راتلونکي سره مخامخ شئ!

لیکنه: ریچارد ټمپلر

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

د مدریت اووه پنځوسم قانون:
((تر ټولو ښه خبره، چې د راتلونکي په اړه به يې واياست دا ده، چې اخر به يوه ورځ د يوې لارې ورسېږئ.))
ابراهام لينکلن
هر څومره کار چې همدا شېبه ترسره کوئ، باید پایداره وي. بیا به هم په ټوکو سره بدلون وکړي، ځکه هر څه د تغيير او بدلون په حال کې دي. د دې بدلون پر وړاندې حالت هېڅ وخت تغيير نه کوي. راتلونکی زموږ پر وړاندی دی. چارې بدلون کوي او باید همداسې وي.
هغه وګړي، چې تاسې سره کار کوي، یوه ورځ به ستاسې ټیم او ډله پرېږدي. ستاسې پلورنې به یا لوړې شي اویا هم لږې، ستاسې رئیس به شاته تګ وګړي یا به هم ترفیع، دا بحران نه دی، بلکې تاسې باید ټيټوالی ومنئ، چې وکولای شئ له دې موضوعاتو سره جوړ شئ او د دې ډول حالاتو د بدلون لپاره چمتو اوسئ.
یو وخت مې له یوه شرکت سره کار کاوه، چې په یوه کال کې بیا ټولیز بدلون پیدا کاوه او هر کله چې نوي کسان په کار وګومارل شول په ټولیزه توګه یې بدلون راوست. هغوی غوښتل ټول کارونه:((د هغوی په خوښه)) ترسره شي. نښې هم نه ښکارېدې، مګر مهمه خبره دا وه، چې ډېرو وګړو نشو کولی له دې بدلونونو سره ځان جوړ کړي او یا هم نه یې شو کولی ورسره جوړښت وکړي. تقریباً زه هم د هغوی له ډلې وم، یوه سخته دوره وه، خو بله چاره هم نه وه.
یواځې د دغو بدلونو په منلو سره مې کولای شو دوام ورکړم، نه یواځې چې دوام رامنځته کړم؛ بلکې باید له دې تغييراتو ګټه پورته کړم. هر څومره مې چې خندل په هماغه اندازه به راته مسوولیت ډېر سپارل کېده. نور مدیران زما په ډول نه و، ډېر کمزوی او سست عمل یې کاوه. مګر زه هغه ونې ته ورته وم، چې بادونو نه لړزوله. سر مې ښکته او دوام مې ورکړ. هغوی مقاومت وکړ کلک ودرېدل او خپل خاښونه او پاڼې یې له لاسه ورکړل.
تاسې هم باید د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړئ، چې ایا مخکې تګ مو وکړ یا به ترفیع ترلاسه کړئ؟ ایا له خپل کسب او کار ستړي کېږئ؟ ممکن هغه څه چې راتلونکي لسو کلونو کې پر تاسې تېرېږي دا ډول نه وي او بدلون وکړي.
((د بدلون پر وړاندې درېدل بې ګټې دي، يواځې د هغې په منښت سره کولی شې دوام پيدا کړي.))

x

دا هم وګورئ

د خاوري او هوا ککړتیا

لیکنه: پوهنوال انجينر شاه محمود”بری”   دخاوري ککړتيا ديو شمېر بشري فعاليتونو د مځکنيو سرچينو ...