لغمان: ۷ وسله وال خپل ماين وژلي دي

چارواکي وايي چي په لغمان ولايت کي اووه وسله وال د خپل ماين چاودني وژلي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چي دا چاودنه پرون ماښام د الينګار ولسوالۍ اړوند د نورلام درې په ايله ګل سيمه کي شوې ده. هغه زياته کړه چي وسله وال طالبان په يوه فلاينکوچ موټر کي روان وو چي ورسره خپل چاودېدونکي توکي ورباندي چاودلي دي.

ځواک وايي، په دې چاودنه کي د قوماندان قسيم چي په عباس مشهور و، په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او همدارنګه د بادپښ ولسوالۍ لپاره د وسله والو د پخواني ولسوال الفت هاشمي په ګډون ۹ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چي وسله وال مخالفين د ايله ګل سيمې ته د ترهګريزو بريدونو د پلانولو  په موخه يوې غونډې ته روان وو. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...