د غور د کرني او مالدارۍ رئيس عبدالتواب تايب وايي، چي دغه مرکز په ورځ کي د څه باندي ۷۰۰ لېتره شېدو د توليد او پروسس ظرفيت لري.
د ښاغلي تايب په وينا، د شېدو د پروسس دغه مرکز د کرني او مالدارۍ وزارت د ۱۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي. نوموړی وايي، چي د شېدو د مرکز ساختماني چاري ۷۰ سلنه مخ ته تللي دي، چي د کال تر پايه به ګټي اخيستني ته وسپارل شي.