طالبان: له امریکا سره د سولي د توافقنامې د لاسلیک کره ورځ تر اوسه نه ده ټاکل سوې

د دغه ډلي د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټويټر لیکلي، چي د پاته جزئیاتو تر نهايي کېدو وروسته به د یادي توافقنامې د لاسلیک د اعلان په اړه پرېکړه وسي.

طالبان دا څرګندوني پر داسي مهال کوي چي، د تېري جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان سولي په اړه له خپلو لوړپوړو مامورینو سره تر غونډي وروسته وویل، چي له مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو له پاره د یو ښه توافق په لټه کي دئ.

افغان حکومت پرون وویل، چي د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې ورځي د غونډي د رسمي پایلو په تمه دي.

د ولسمشر غني ویاند صديق صديقي ویلي، چي له طالبانو سره تر هوکړي وروسته د امریکا متحده ایالات به د افغانستان له حکومت سره هم یوه اعلامیه لاسلیک کړي، خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...