خبريال: محمد شريف (شريفي)
د پکتيا د امنيه قومنداني د تېري سه شنبې ورځي د ډله ييز بريد په پايله کي د ځاني زيانونه ترڅنګ په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، چي د وروستي ډله ييز بريد په تړاو يې پنځه تنه نيولي، چي تر پوښتنو او ګروېږنو لاندي دي. بل لور ته د تجارت او صنايعو خونو رئيس وايي، چي په وروستي ډله ييز بريد کي سوداګرو او هټۍ والو ته د ۷ سوه زره ډالرو په شاوخوا کي مالي زيانونه اوښتي دي.
تيره سه شنبه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د نظامي او لارۍ موټر په واسطه ډله ييز بريدونه ترسره سول، چي د نظامي چارواکو او سرتېرو په ګډون پکي ۲۲۵ تنه ولسي وګړي ټپيان او ۴۱ تنه ووژل سول.
د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه ولايت ته د سفر پرمهال دفاعي ځواکونو مېړاني وستايلې او ددغه حادثې د څيړولو لپاره يې امنيتي ارګانونو ته د برسي کولو امر وکړ. له نوموړي سره په دې سفر کي د کورنيو چارو سرپرست وزير او د ملي امنيت عمومي رئيس هم ملګري وه.
د مرګ ژوبلي ترڅنګ ملکي خلکو ته په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي. بسم الله جان توتاخېل، چي له امنيه قومندانۍ سره نږدې د تېلو پمپ لري وايي، چي په دې پمپ يې نهه لکه ډالر پانګونه کړې وه. د پکتيا د تجارت او صنايعو خوني رئيس ډاکتر نصير علميار وايي، چي د وروستي خونړي بريد په پايله کي سوداګرو او هټۍ والو ته د ۷ سوه زره ډالرو په شاخوا کي مالي زيانونه اوښتي دي.
له بريده کابو لس ساعت ورسته د هېواد اجرايه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير ويس برمک د پيښي د برسي کولو او له ټپيانو سره د ليدني په موخه پکتيا ته راغلل. ډاکتر عبدالله عبدالله دغه بريدونه په کلکو ټکو وغندل او دا يې يو جنايتکارانه عمل وباله.
د پکتيا امنيه قومنداني د ګردېز نوي ښار ته څېرمه موقعيت لري، چي شاوخوا يې د ولسي خلکو ګڼ هستوګنځايونه موجود دي، چي د بريدونو له امله يې د کورونو ښيښې ماتي سوي او ودانيو ته يې زيانونه اوښتي.