خبريال: محمد شريف شريفي
د پکتيا ولايت د جانيخېلو ولسوالي، چي په تېرو څو مياشتو کي دوه ځلي د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او بېرته د امنيتي ځواکونو ته لاس ته ورغله، اوس پکي د ويجاړو شويو پوستو د جوړولو او د نويو پوستو د ايجادولو چاري رواني دي.
د هيواد رسنيزي شبکې همکار، محمد شريف شريفي جانيخېلو ولسوالۍ ته د وضعيت د جاج اخيستو په موخه سفر وکړ، نوموړي وايي، اوس ددې ولسوالۍ امنيت ښه شوی دی او امنيتي مسئولين يې وايي، چي په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کي ده. جانيخېل، چي پخوا د جنګ ميدان وو، خو اوس د لوبو په ميدان بدل شوی دی. جانيخېلو ولسوالۍ ته د سفر پرمهال مي، پر هغو سرتېرو سترګي ولګېدې، چي څو اوونۍ وړاندي په همدې سيمه کي د جګړې په لومړۍ کرښه کي په جګړه بوخت وه، خو اوس د کرکټ په لوبه بوخت وه.
د ولسوالي شاوخوا سيمو کي د ولسوالي د ساتلو په موخه ګڼي پوستې جوړي شوي دي، د امنيتي ځواکونو په وينا، چي اوس يې امنيت تر بل هر وخت ښه شوی دی.
د جانيخېلو ولسوالۍ يو امنيتي سرتېری وايي، چي د نويو پوستو په ايجاد سره اوس په دې ولسوالۍ کي امنيت خوندي دی، د دوی په خبره هيڅ وسله والي ډلي ته به اجازه ورنه کړي، چي په دې ولسوالي کي د امنيت د تخريبولو فعاليتونه ترسره کړي.
د يادي ولسوالۍ امنيتي ځواکونه د سيمي اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي، چي له دې وروسته دي په ډاډه زړه خپلي ورځنۍ چاري ترسره کوي. د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد، چي د نويو جوړو شويو پوستو ليدنه او ارزونه يې کوله وويل، چي د جانيخېلو ولسوالۍ امنيتي سرتېري د پوره مورال څښتنان دي، شېرزاد وايي، دښمن ته به هيڅکله اجازه ورنه کړي، چي ورانکاره فعاليتونه ترسره کړي، دده په خبره چي، جانيخېلو ته به خاصه پاملرنه کوي.
د جانيخېلو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د جګړې له امله، ګاونډي ولايت خوست او د پکتيا يو شمېر سيمو ته کوچيدلي دي، دغه سيمي له وړاندي هم حکومت له پامه غورځولي دي او خلک يې په غربت او د ژوند له يو شمېر اسانتياوو لېري ژوند کوي.