ژباړه: حامد احمدزی
د ښوونځي استاده چې ډیره ښکلې څېره ، او د ښو اخلاقو څېښتنه وه، د عمر تر ۳۵ کلنۍ پورې یې واده نه وو کړی، زده کوونکو سره به یې تل دا اندېښنه وه چې استاده ښه اخلاق، ښه څيره، او ښه سرمایه لري، ولې ګډ ژوند نه پیلوي. څو ورځې وروسته د زده کوونکو له ډلې یوه یې په ډیر جرآت سره استادې ته وویل: وبښی استاد کولی شم چې یوه پوښتنه درځینې وکړم. هغې فکر وکړ چې حتما زده کوونکې یې په درسونو کې کومه ستونزه لري! استادې ورته د هو په اشاره سر وښوراوه، زده کوونکي وویل موږ ټولو سره دا پوښتنه ده چې ته ولې واده نه کوې. استادې وویل غوږ شی. یوه ښځه وه چې پنځه لورانې یې وې، خاوند به يې هر وخت خپلې ښځې ته ویل که دې دا ځل لور دنیا ته راوړه ژوند به دې در تریخ کړم، ماشوم به درنه اخلم او له کوره بهر به یې د سړک پر سر وغورځوم.
د خدای ورکړه وختونه وروسته د ښځې بله لور دنیا ته راغله ، خاوند يې همداسې وکړل، نوې زیږدېدلې ماشومه یې له کوره بهر د سړک پرسر پرېښوده، سهار چې ورغی ګوري چې ماشومه پر خپل ځایه پرته ده، او هیچا نه ده وړې.
خاوند يې څو ځلې دا کړنه تکرار کړه، خو د مور له زړه به مې یو خدای خبر وو، خپل لاسونه به یې د الله ج دربار ته لپه کړل او خپله کوچنۍ به یې هغه ته سپارله. وختونه ورورسته يې خاوند له خپلې دې کړنې ستړی شو، او خپله کوچینۍ لور يې په ډیرې مینې کورته راوړه. ښځه یې خوشحاله او د خپل خاوند دې کړنې ته یې لبیک ووایه، وختونه تیر شول ښځې ته یې بیا الله پاک امېد ورکړ، خو دا ځل يې زوی دنیاته راوړ، د زوی په پيدا کېدو سره یې مشره لور مړه شوه، وختونه وروسته یې د دوهم زوی په پیدا کېدو سره دوهمه لور مړه شوه، تر دې چې د ښځې پنځه زامن وشول خو پنځه لورانې یې مړې شوې. خو یوازې هغه لور پاتې شوه، چې پلار یې غوښتل د هغې له جنجاله خلاص شي، هره ورځ به ېې له کوره ایسته او دسړک پر سر به يې پرېښوده. لورانې او مور مړل شول او وروڼه لویان شول. معلمې شاګرادانو ته وویل: پوهیږی هغه لور چې پلار يې غوښتل له جنجاله یې خلاص شي څوک وه؟
هغه ماشومه زه وم! نو زه نه غواړم واده وکړم، ځکه پلار مې ډېر سپینږری دی، څوک نشته چې د هغه خدمت وکړي.
یوازې زه یم چې تر څنګه یې ولاړه یم، وروڼه مې کله نا کله د هغه پوښتنې ته راځي، پلار مې اوس هر وخت ژاړي، او له ماسره په کوچنیتوب د کړي ظلم پښیماني ښی.