امنيتي چارواکي وايي، د داعش ډلي وسله والو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کي د سړک جوړوني د يوه شرکت دوه کارکوونکي تښتولي دي.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار رسنيو ته وويل، د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره د دوى هڅي رواني دي. د امنيه قوماندان په خبره، دغه دوه کسان د سړک جوړوني د شرکت او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ د ځينو لانجو له کبله تښتول سوي دي او د دواړو لوريو ترمنځ له جوړجاړي وروسته ښايي خوشي سي.