زلمی خلیلزاد: دوی د سولي د تړون له پاره اماده دي، خو که طالبان اماده وي

د افغان سولي له پاره د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد وايي، چي دوی د تړون له پاره اماده دي، خو که طالبان اماده وي.

نوموړي دغه څرګندوني له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پيلولو په خاطر له واشنګټن څخه د روانېدو پر مهال پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي دي.

هغه زياته کړې چي په واشنګټن کي يې يوه ګټوره اوونۍ تېره کړه او چارواکي و لوړپوړي مسئولين يې له خپلو هڅو په جريان کي کړل.

خليلزاد ويلي چي دی بیا روان دئ، لومړى به د قطر پلازمېني دوحې ته ولاړ سي او هلته به له طالبانو سره پر پاته موضوعاتو خبري ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي خلیلزاد به په دوحه کي له طالبانو سره خبري اتري بیا پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي خلیلزاد به کابل ته هم ولاړ سي او د افغان حکومت له مشرانو سره د سولي د رواني پروسې او بین الافغاني مذاکراتو پر چمتووالي به خبري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...