زلمى خليلزاد به نن په کابل کي له ولسمشر غني سره د سولي د هوکړه لیک معلومات شریک کړي

سرچينې وايي چي امريکا او طالبان د سولي پر هوکړي سلا سوي او ټاکل سوې ده نن زلمى خليلزاد په کابل کي له ولسمشر غني سره په دې اړه معلومات شریک کړي.

په قطر کي يوې سرچينې ویلي چي د امريکايي او طالب استازو ترمنځ وروستۍ خبرې نن له غرمې مخکي يوولس نيمې بجې په دوحه کي پیل سوي دي.

سرچينې زياته کړې چي له څو ساعتونو خبرو وروسته به د امريکا ځانګړى استازى کابل ته راسي او له ولسمشر اشرف غني سره به هغه معلومات شريک کړي، چي له طالبانو سره يې وروستۍ خبري پر کړي دي.

سرچينه وايي چي د امریکا او طالبانو ترمنځ پر ټولو مسایلو توافق سوی، خو دغه توافق سوي مسايل نه دي یاد سوي.

د يادي سرچينې د معلوماتو له مخي، له ولسمشر غني سره د خلیلزاد تر کتني، خبرو او تفاهم وروسته به د قطر د خبرو د هوکړي د لاسلیک نېټه او څرنګوالی معلوم سي.

سرچينه وايي، څو د غني ځواب ترلاسه سوی نه وي، د خبرو نېټه نه اعلانېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...