خبريال: نثاراحمد (څپاند)
د زابل داطلاعاتو او کلتور نوی ټاکل سوی رئيس وايي، چي ددې ولايت ټول ځوانان به په يوه ټغر کښېنوي او د هغوی د يووالي او پرمختګ لپاره به کار کوي.
نوموړي پرون دوشنبه په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه. د زابل د اطلاعاتو او کلتور نوی ټاکل سوی رئيس عبدالرزاق بشر وايي، چي هڅه کوي، په دې ولايت کي ټول ځوانان سره يوځای کړي او د هغوی د ظرفيت لوړوني او هڅوني لپاره پروګرامونه په لاره واچوي.
نوموړي زياته کړه، چي په دې ولايت کي به د رسنيو د همږغۍ لپاره هم يوه کمېټه جوړه کړي. بل لوري ته د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حقبيان د ځوانانو پر يووالي او هغوی ته دکار پر موندلو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چي زابل اوس لسګونه لوستي او ښه استعداد لرونکي ځوانان لري، چي بايد سره يو موټي سي او هغوی ته د کار زمينه برابره سي.
داطلاعاتو او فرهنګ نوی رئيس په داسي حال کي په رسمي ډول معرفي کيږي، چي څه کم دوه کاله دا اداره د سرپرست لخوا اداره کېدل.