روسيه وايي، چمتو دي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د کېدونکي ممکنه تړون ضمانت وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري په قطر کي رواني دي او دواړو خواوو ويلي چي تړون ته نږدې سوي دي.
د روسيې د دولتي اژانس (اټارټاس) د راپور له مخي، د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياندي پرون په يوه خبري کنفرانس کي ويلي، روسیه چمتو ده چي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي د ممکنه تړون ضمانت وکړي.
هغې د دغه ضمانت د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
دغه راز تر اوسه دا هم نه ده معلومه چي امريکا به له روسيې د ضمانت غوښتنه وکړي او که نه، خو تر دې دمخه ځينو طالب سرچينو ويلي وه، چي له امریکا سره د دوى د سولي د تړون ضمانت به روسيه او پاکستان کوي.
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاروف ويلي، چي د سولي له تړون وروسته به هم دوى د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له پاره د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.