روزګانیان وايي که حکومت خپلسري عملیات ونه دروي، بد عواقب به ولري

راپور: اجمل وصال

دا د ارزګان ولایت مقام انګړ دئ چي پکښي ګڼ شمېر قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او نور روزګاني اوسېدونکي را غونډ سوي، تر څو حکومت ته د خپلسرو چاپو او د بانفوذه کسانو د غير قانوني نیونو په تړاو خبرداری ورکړي.

دلته قومي مشران چي د بل هر وخت په پرتله ډېر قهريدلي ښکاري وايي، چي حکومت د ترینکوټ ښار په منځ کي د هغو کسانو پر کورونو خپلسري چاپې وهي او د حکومت مخکني لوړ پوړي قومندانان په غير قانوني ډول نیسي، چي اتلس کاله یې د حکومت دفاع کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي.
دوی وايي که امنیتي ادارو د پلټنو له پاره نیول سوي کسان احضار کړي وای بغير له پوځي عملیاتو به ورته حاضر سوي وای؛ خو دا چي حکومت له زوره کار اخلي ښايي د جدي غبرګون سره مخ سي.

دغه قومي مشران ګواښ کوي که یې غوښتني او وړاندیزونو ته غوږ ونه نیول سي، اړ دي د ځان او نورو روزګاني اوسېدونکو په دفاع کي ودریږي.

دوی وايي د قومي مشرانو او ځوانانو جدي غبرګونونه دي حکومت بابېزه مسئله نه ګني او امکان لري، چي خطرناکه پایلي ولري.

دوی وايي ولایتي کمزروي رهبرۍ، د حکومتي چارواکو تر منځ نه همږغي او روزګاني بانفوذه شخصیوتونو ته جوړېدونکي سیاسي دسیسې هغه څه دي، چي په دغه ولایت کي یې نا امني جوړه کړې او قصداٌ دا ولایت د سقوط خواته وړل کیږي.
 د خلګو دغه غوښتني مو د ولایت مقام سره شریکي کړې، خو والي له خبرو کولو ډډه وکړه؛ امنیه قومندانی ته هم ورغلو خو هلته را ته وویل سوه، چي قومندان له قومندانۍ دباندي په دنده بوخت دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...