د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني د حکومت په جوړښت کي د اصلاحاتو پر اړتيا ټينګار وکړ او دا يې د ستونزو د حل مهمه لار وبلله.
ښاغلي رباني د سولې د عالي شورا د پخواني مشر او د خپل پلار د شپږم تلين په مراسمو کي خبرې کولې ويې ويل چي د هېواد خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ټولو ستونزو د حل يوازنۍ لار د ده په وينا، د هېواد په سياسي جوړښت کي بدلونونو ته لومړيتوب ورکول دي. رباني ټينګار وکړ چي په نظام کي انحصار بايد پاي ته ورسېږي.
دا په داسې حال کي ده چي د افغانستان جمهوري رياست په پرله پسې ډول وايي، د ټول هېواد په کچه له خلکو سره سلا مشورې کوي او د هغو نظريات يې په پام کي نيولي دي.