د ګرین ویلیج په حمله کي د رومانیا یو ډیپلوماټ وژل سوی او بل ټپي دئ

د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چي د کابل په وروستي بريد کي يي يو ډیپلومات وژل سوى او بل سخت ټپي دى.

دغه بريد وړمه شپه شاوخوا لس بجي د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزي اړوند، د قابلباى په سيمه کي پر ګرين ويلیج کمپ وسو.

په دغه کمپ کي د يو شمېر هيوادونو د سفارتونو او بهرنيو مؤسسو کارکوونکي اوسېږي.

د دغه بريد مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستى دئ.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په دغه برید کي د څلورو پوليسو په ګډون ١٦ کسان وژل سوي او ١٢٠ نور ټپيان سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت يوي سرچيني ویلي چي په کابل کي يې د رومانيا سفي چي په یاد کمپ کي وو، له بریده ژغورلی دئ.

بلخوا د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په ياده پېښه کي يې د سفارت يو ډيپلومات وژل سوى او بل سخت ټپي دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...