د کویټې په یوه مسجد کي د ملا هبت الله ورور وژل سوی دئ

د بلوچستان ایالت د کویټې په یوه مسجد کي د چاودني له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور قاري احمد الله په ګډون ۵ تنه وژل سوي او تر ۲۰ زیات ټپیان سوي دي.

دا چاودنه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کویټې ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کي د کچلاک په سیمه کي سوې ده.

د کویټې د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چي په دې چاودنه کي ۴ تنه وژل سوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.

بل خوا راپورونه وايي، چي د دې چاودني په وژل سوو کسانو کي د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور قاری احمد الله هم شامل دئ.

سرچینې زیاته کړې، چي هغه د دې مسجد خطیب وو، تر دې دمخه د دې مسجد خطیب او ورسره د اړونده مدرسې مشر پخپله ملا هبت الله وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...