راپور: نقیب صدیقي
ددغه سیمي خلک نه يوازي په ژمي او دوبي کي ددغه سړک له ستونزو شکایت کوي بلکي ډير وخت پر دغه لاره ترافیکي پېښي د خلکو ژوند اخلي.
د سیمي خلک پر ښاروالۍ په نیوکي سره وايي، چي په تیرو څو کلونو کي يې څو څو ځله له ښاروالۍ څخه د دغه سړک د جوړیدو غوښتنه کړي خو تراوسه نه ده پوره سوي.
دوی وايي، دولت يې ستونزي هواري کړي او ددغه سړک جوړیدو ته دي لمړیتوب ورکړي.
د سیمي ځايې اوسیدونکي وايي، پر دغه لاره هره ورځ ترافیکي پېښي د خلکو ژوند ګواښي او په ژمي کي د اوبو له امله لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي.
که څه هم دغه ستونزي مو په مستقمه توګه د ښاروالۍ سره شریکي کړې تر څو د هغوی نظر هم پر واخلو خو د کندهار مرستیال ښاروال نسیم رضايې په دي اړه له څه ویلو ډډه وکړل.
په تیره یوه اونۍ کي په پرله پسي ډول څو ځله خلکو د ښاروالۍ په اړه ستونزي درلودي خو ددغه اداري چارواکي خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دي وړاندي د لوی ویالي اوسیدونکو هم په خپله سیمه کي د ځینو ستونزو یادونه کړي خو تر اوسه يې ستونزو ته رسیدګی نه ده سوې.