رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي ډېر وخت خلګ د پوليسو د بد چلند څخه شکايت کوي، اوس په دغه ولايت کي ځوانان وايي، چي پولیس د تلاښۍ پر مهال له خلګو سره بد چلند کوي، هغوی بې عزته کوي او وسايطو ته يې زيان رسوي.
دوی وايي، کله چي ځيني کسان د دوړو او يا امنیتي ستونزو له امله پر موټرسيکل مخ په پټو پټوي، دوی یې پټووان ځیني اخلي او وهي يې.
دوی د امنيه قومندانۍ له مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي د دغه پوليسو مخه ونيسي او دوی ته هدايت وکړي تر څو له خلګو سره ښه رویه وکړي.
بلخوا د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، امنيه قومندان جنرال تادين خان ټولو قومندانانو ته هدايت کړی، چي له خلګو سره ښه چلند وکړي.
دی وايي، امنيه قوندان په داغه خاطر دوې ورځي له امنيتي مسئولينو سره غونډي کړي دي.
بارکزی وايي، دا چي وسله وال د موټرسايکل څخه په استفاده امنيتي او نور دولتي کسان په نښه کوي، نو ځکه دي خلګ هڅه وکړي، تر څو پر موټرسيکل خپل مخ پټ نه کړي.
بارکزی وايي، دوی د خلګو سره د ښه چلند له پاره درې قطعې روزلي دي، چي صفر يو، صفر دوه او صفر څلور ده، چي د ښار تر څنګ په ولسواليو کي دنده کوي چي د خلګو سره د ښه چلند تر څنګ د امنيت په برخه کي هم ښه ثابت سوي دي.