د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کي د سوالګرو ښځو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي خلک ډېر وخت د خيرات غوښتونکو کوچنيانو او ښځو څخه شکايت کوي.

اوس هم د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، په ښار کي د سوالګرو ښځو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي، چي خلګ يې له بېلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، دغه خیرات غوښتونکي چي ډېري يې حرفوي دي، خيرات غوښتل يې کار و بار ګرځېدلی دئ.

دوی د چارواکو څخه غوښتنه کوي، چي د دغه سوالګرو مخه دي ونيسي، تر څو د نورو ستونزو مخه هم ونیول سي.

خلګ وايي، په دغه ښځو کي ځیني يې په اخلاقي فساد اخته دي.

بلخوا دغه خيرات غوښتونکي وايي، دوی له مجبورۍ څخه خلګو ته د سوال لاس غځوي.

دوی وايي، په روزګان ولایت کي يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي او اوس د يتيمانو د روزني له پاره مجبوره سوي، چي خيرات وغواړي.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب هم وايي، ولايت مقام ته د دغه سوالګرو څخه څو ځله خلګو شکايت کړی، چي دوی يې هم په اړه خبري کړې او يو کمېسيون ورته جوړ سوی، تر مستحق او حرفوي خيرات غوښتونکي بېل کړي.

دی وايي، هغه سوالګري چي حرفوي دي ياد کمېسيون يې د مخنيوی هڅه کوي او مستحقو سوالګرو ته د کار زمينه برابروي.

د خيرات غوښتونکو کوچنيانو زياتوالی هم په کندهار ښار کي يوه ستونزه ګڼل کيږي، ښاريان وايي، د دې پر ځای چي دغه کوچنيان زده کړي وکړي خيرات ټولوي ځکه مجبور دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...