راپور: محمد یار مجروح
په کندهار پوهنتون کي د ژورنالیزم پوهنځۍ محصلین چي د خپلي څلور کلنۍ دورې پای لیک یا مونوګراپ دفاع کوي.
د همدې پوهنځۍ ریٔس مطیع الله روهیال وايي، مونوګراپ د تحصیلي څلور کلني دورې ارزیابي ده.
دی وايي، که ښه تحقیق وسي د راتلونکو کسانو لپاره ښه ماخذ کیدلای سي.
دی زیاتوي، د علامه حبیبي کتابتون تر څنګ يې په هره پوهنځۍ کي د محصلینو لپاره کتابتونونه جوړ کړي خو په خبره يې د محصلینو د څیړني لپاره کافي نه دي او لا هم زیاتو امکاناتو ته ضرورت لیدل کیږي.
پر همدې مهال د پوهنتون محصلین وايي، چي پوهنتون ورته د کتابخانه يې څیړني امکانات برابر کړي خو د ساحوي څیړني په برخه کي ستونزي لري.
ددوی په خبره د پوهنتون په کتابتون کي د کتابونو د کمښت له امله یو شمیر محصلین د چاپ حق یا کاپي رایټ اصول نه مراعتوي.
د محصلینو یادي غوښتني مو د پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون له مشرتابه سره شریکي کړي.
د یاد کتابتون مسٔوول استاد نوراحمد قرانمل وویل، چي له تیرو څلورو میاشتو راهیسي شاوخوا شپږ سوه محصلینو د مونوګراپ د ماخذونو لپاره کتابتون ته مراجعه کړې.
د ده په خبره د کتابخانه يې څيړني لپاره يې پوره کتابونه لري او هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۲۵۰ محصلین د مطالعې لپاره مراجعه کوي.
د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون شاوخوا اتیا زره کتابونه لري خو محصلین وايي، چي لا هم په ځینو برخو کي د کتابونو نشتون محسوسیږي.
تر دې مخکي هم د یاد پوهنتون محصلینوشکایت کړي وو چي د عملي کار لپاره دوی ته زمینه نده برابره سوې.