خبريال: محمد يار (مجروح)
د کندهار پوهنتون د ښوني او روزني پوهنځۍ په خپله يولسمه دوره کي ۵۳۴ کسان فارغ کړل
دغه محصلين، چي يوه برخه يې انجونو تشکيلوي په لسو رشتو کي يې زده کړي بشپړي کړي. چارواکي وايي، فارغه کسان د ښونځيو د مسلکي ښونکو تشکه ډکه کولای سي. کندهار دولتي پوهنتون چي د هيواد په کچه لمړی درجه پوهنتون بلل کيږي، د ښوني او روزني پوهنځۍ د يولسمي دورې څخه يې ۵۳۴ کسان د ليسانس په کچه فارغه کړل.
د کندهار پوهنتون مسؤلين وايي، قوي منجمينټ او پر محصلينو د زده کړي فشار راوړل ددوی د بري راز دی. ددغه پوهنتون د ښوني او روزني رئيس عبدالرحمان بابي په پوهنتون کي ځيني ستونزي د محصلينو پر وړاندي د ننګوني په توکه يادي کړي. نوموړي له ولايتي ادارې غوښتنه وکړل، چي د ودانيو په جوړولو کي ورسره مرسته وکړي.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، د کندهار پوهنتون ستونزي به په خپل پلان کي شاملي کړي او د برسي لپاره به خپل ټيم هلته ولېږي. ښاغلي منيب د کندهار پوهنتون په ځانګړي ډول د ښوني او روزني پوهنځي څخه د نويو محصلينو فراغت د کندهار د پوهني په وده کي يوه لويه لاسته راوړنه وبلل.
نوموړی وايي، دولت پر دغه ځوانانو مصارف کړي او فارغه کسان هم بايد د پوهني په سکتور کي دندي پيل کړي. هغه وايي، په ولسواليو کي د مسلکي ښونکو ستونزه سته او بايد فارغه ځوانان په ولسواليو کي د زده کوونکو په روزنه پيل وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي هم کندهار په دو دورو کي سلګونه کسان له بېلابېلو پوهنځيو څخه فارغ کړل. کندهار پوهنتون د افغان ولسمشر لخوا څخه هم ستايل سوی او څو ورځي وړاندي يې کندهار ته د خپل سفر مهال ژمنه وکړل، چي دغه پوهنتون ته به ټول امکانات په واک کي ورکړي.